

عبدالحمید مومند
شه مې سوز لکه د شمعې دل افروز
په ژړا مې ځکه نه ځي د زړه سوز
زه له غمه چینګه خوله ژړا فریاد کړم
ناخبر مې په خندا ګڼي هنوز
عشق د بورې د بدنامې کار راوکړ
لاس په خوله ایښی ژړا کړم شب و روز
که ګیله د یار له خطه کړم ګرم نه یم
زرغونه په سمن زار شه زما خوز
هغه دم شاه جهان شم په دماغ کې
چې له ښکلیو سره کېنم په نوروز
هسې زه تر ښکلي مخ پورې ناچار یم
لکه یخ و ګرم نمر ته د تموز
مه کړه زار د نوخاسته حسن له جوره
عیب نه ده غلطي د نوآموز
نوخطان دي دلبران تر ساده رویو
چېرته ښکار د تریناک چېرته د چوز
چې رفو کا د حمید د خاطر زخم
مونده نه شي یو دلدار هسې دلدوز