...

ملا لتاړ

مشغول مشه په افعال د دې دنیا

 په افعال کې دې جنجال د دې دنیا

ملا کړه ټينګه د عقبا وکاروبار ته

 له زړګی بيرون کړه خيال د دی دنیا

عاقبت به ترې خالی منګولی درومی

 هوس مه کوه په مال د دی دنیا

بې له زيانه په کې سود نشته هوښياره

 راشه مه کړه اشتغال د دی دنیا

عاقبت به دی لحد په خاورو خوار شي

 غره مشه په جمال د دی دنیا

په آخر به خوند پيدا کاندي د زهرو

 هر ګز مه نوشه زلال د دی دنیا

په هيڅ رنګ به آزاد ته نشي عاقله

 که اسير شي په غريال د دی دنیا

هغه خلک ودنیا ته هوس نه کا

 چې خبر دی په احوال د دی دنیا

وړاندی ورځو ته اميد مه کړه (لتاړه!) 

 کهترې ده کال تر کال د دی دنیا