...

ملا لتاړ

چې په زړه کې که پيدا غم د خپل يار ما

 هغه دم که له بل کاره استغفار ما

په ژړا ژړا شوم سر د عشق له جوشه

 ورک که ورک که په دنيا صبر و قرار ما

وايه نه وړم په هيڅ رنګ د عشق له کاره

 تر هغه چې څو يوځل نه کا بيمار ما

څه به ويره په داد هر کړم له غمه

 چې وځان ته کړم اسباب د غم تيار ما

لکه ډار د سر پريکړی له څه نه شي

 هسی شان دی غورزولی له زړه ډار ما

چې خطر په کې د سر او د مال ډير دی

 کړی نيت دی هغه لار ته د رفتار ما

که د عشق د ګلستان ګلونه سر دی

 عندليب که خراب زړه د دی ګلزار ما

بې له عشق نور همه روزګار عبث دی

 اوريدلی دی له خلکو دا ګفتار ما

خوشحالی به زه لتاړ کوم بې غمه

 بهره ور که خپل آشنا کا په ديدار ما