

ملا لتاړ
هی هی څرنګ دا د هجر اور سيزل کا
چې فریاد یې مهجوران له سوبه تل کا
پتنګان په ورځ په شمع پسی ژاړی
په خزان کې بلبلان ارمان د ګل کا
د هجران سختی له مرګه ده بهتره
خوار عاشق له غمه نوش زهر قاتل کا
له پر هره به یې تل وينی بهيږی
هر چې خښ د بيلتانه غشي په دل کا
د خپل يار د جدایي له درد وغمه
عاشقان په دنيا وران کورونه خپل کا
دواړه سترګی یې په مثل د چينو شي
په بارخو یې سپينی اوښی بهيدل کا
د غمجن خاطر له غمه فارغ نه وی
غنی خدای یې په زړه بار غمونه سل کا
خبر مه شي په احوال د سوخته دلو
هميشه د تيرو تورو کښلول کا
ودولت وته غره مه شه(لتاړه!)
محبت د دلبرانو خوارول کا