...

ملا لتاړ

که څوک شپې ورځې د خپل عمر په شمار کا

 آواره به د دنيا فاني روزګار کا

د نیکې په لور به یون کا له اخلاصه

 ځان به خپل له جمله بدو پرهیزګار کا

تل تر تله به مشغول په عبادت شي

 په هر دم به له ګناهه استغفار کا

د غفلت پردی له لری کا له سترګو

 په خاطر کې به صحیح د بهبود لار کا

زړه به صاف کا له جمله وو بدو چارو

 تل به مينه د توښی په کارو بار کا

ټينګه ملا به کا محنت و مشقت ته

 ريز مريز به ځان په امر د خپل يار کا

غوږ به نه درلی په پوچ ویلو باندې

 په زړه ليک به دی کامل د خولی ګفتار کا

خلاص به خپل سر کا له دام د معصيته

 په زندان د طاعت ځان ګرفتار کا

يادوي به خپل څښتن په هر نفس کې

 په یقين سره به غوره دغاه چار کا

د اخلاص لنيده به راکاږي وځانته

 د وحدت غشي به لک په زړه بسيار کا

د غرور جامه به وسيزي په اور کې

 کمينی به په داد هر کې، اختیار کا

په مقصود پسې به ژاړی تر واحده

 چې به خون دزړه له سترګو را اظهار کا

په نور څه به غرض نه کاندي (لتاړه!)

 مشغولا به له ثنا د کردګار کا