...

ملا لتاړ

هر چې مينه دفانی دنيا په کار کا

 درد وغم به په خاطر باندې انبار کا

عاقبت به وګړنګو ته ور پريوزی

 چې په سمه لاره نه ځی کج رفتار کا

رنګ به نمر کا په خپلو وينو باندې

 هر چې لوبې په وښکلی ذالفقار کا

چې پرهيز له دبو نه کاندي يارانو

 په عقابه خدای هغه وګړی خوار کا

سر تر پایه به په سرو لنبو کې سوځی

 چې له امره د باری تغالی انکار کا

شرمنده به په دوه کونو هغه کس شي

 چې لویې د معصيت په کارو بار کا

روغ به نه شي تل تر تله به ځوريږی

 چې صورت څوک په فانی چارو بيمار کا

بې له زيانه به یې سود په لاس کښينوزی

 چې سودا د دی نيمګړی په بازار کا

چې دوستی کاندي له نوسه له شيطانه

 ځای به جوړ هغه کسان په مخ د نار کا

د ښادی طمع د نه کاندي (لتاړه!) 

 هغه څوک چې یون په امر د اغيار کا