

ملا لتاړ
که شريک څوک له واحد سره پيدا کا
دين ایمان به دواړه ورک په دا وينا کا
خلاص به نه شي له عذابه له عقابه
کاروبار چې تمام عمر د ريا کا
راحتګی په هغو خلکو ده حرامه
هر چې چاری په دنيا کې ناروا کا
د سفر په لور به يون د هغه کس وي
ګفتګوی چې له خالق، لور په سوا کا
چې په زړه یې اثر پند نصيحت نه کا
هغه کس به خونه، ورانه په عقبا کا
خوشحالی به په ديدار کا هغه خلک
صدقه چې سر و مال ترې خپل آشنا کا
خدای تعالی دی بهر ور کاندي له نيکو
هر یو کس چې و(لتاړ) وته دعا کا