

ملا لتاړ
چې ثنا کا له اخلاصه عاشقان ستا
کښلوي ګويا رخسار په هر زمان ستا
ويره نه کاندي هر ګز له درد وغمه
هر يو کس چې اخلی اسم په زبان ستا
استغفار کاندي له نوره ګفتګويه
هغه خلک چې په وصف شي ګويان ستا
په يوه قدم څو حجه ادا شي
هر یو کس چې شي، ولورو ته روان ستا
د دنيا نعمت کل زهر ورڅرګند شي
خو چې نوش کاندي یوځل نعمت دخوان ستا
نظر نه کا د بل حسن و زينت ته
هغه څوک چې شي ومخ ته ناظران ستا
در ګوهر شي ور شکاره واړه بې آبه
چې یې کښيوزی په نظر، سپينکې دندان ستا
خلاص له غمه به(لتاړ) په هغه دم شي
هغه وخت چې له برقعی شي، مخ عيان ستا