...

ملا لتاړ

پورته شه غافله لاړه شپه، وريځ شوه پيدا

 وخت د صبح دم دی، له ښه خدایه کړه ثنا

درست عمر د تير کړ د غفلت په خواب اوده یې

 خوار د په خپل ځان کړ، څه دی وکړه د بل چا

زيست د آدم زادو د ديوانو ځبله نه شي

 تا ځانته ساتلی په خاطر کې ده بلا

مات به دی ګردن کا دا صورت به دی کا خاوری

 تا به له دی دهره په درمان کاندي جلا

تا چې په دنیا کې توشه نه ده پيدا کړی

 غواړی به له خدایه ته د څه چاری جزا

نیک به بهره ور خدای له نیکې په عقبا کاندي

 بد به په دوزخ کا چې یې کار که د سزا

خپل عمل د هر يوه سړی سره همراه دی

 هر چې له دی يوسی هغه خدای کا ور عطا

نن ګلونه وادی نندار چې د نوبهار شه

 څه به تماشا کړی چې بلبل شي په جغار

نن ساعت دی وار دی که توشه دی شي تر لاس

بيا به رایې نشي نننۍ وار په دنيا

ته هم دا دنیا په تيره وشميره(لتاړه!)

 خوار هغه کسان شوه چې فانی ګڼی بقا