...

ملا لتاړ

دویم يار د مصفا

 وه عمر يار د وفا

په مرتبه تر صديق کم وه

 نه! شنينو وه سوا

چې عمر کلمه ووی

 نور شوه حق باطل جدا

چې ايمان یې په دوست راوړ

 کافران شوه په ژړا

چې داخل شه په اسلام کې

 کړه یې ټينګه د دين ملا

اصحاب شوو پرې خوشحاله

 هم حضرت شه په خندا

چې عمر شه دوست زموږه

 دی دا فضل د مولا

اوس هغه کار به ظاهر کړو

 چې په موږه کړ په غلا

شپه شوه تيره رڼا ورځ شوه

 اوس کوي خپله سودا

تاريکې د کفر لاړه

 شوه رڼا د دين پيدا

مومنان واړه ښادمن شو

 کافران په واويلا

عمر در د نوي درياب وه

 ای (لتاړه!) بې بها