

ملا لتاړ
وو ياران د مصطفا
څلورم ښکلی زيبا
په بزرګی کې ابو بکر
وه له دری واړو سوا
فارغ وه له بدو چارو
تل مشغول و په ثنا
په هر دم شکر ګذار وه
راضی ډير وه له مولا
له حضرت سره په غار کې
پټه ده کړه مشغولا
له دروغو پرهيزګار و
هر ګفتار یې وه رښتيا
چې یې صدق په کمال وه
خدای خطاب کړ ورعطا
تل یې ذکر دښه خدای که
هم صبا هم په بيګاه
وزګار نه وه تر يو درنګه
له ثنا د حق تعالی
يون یې تل په شریعت که
يو قدم نه ته بل خوا
د دنيا په کار پوه نه وه
کار یې تل کړ د عقبا
يو زره یې نظر نه که
په سودا د دی دنیا
هم هغه روزګار به ده که
چې د حق به وه رضا
(۷۰) له هر چا سره یې ښه کړه
بد یې نه کړه له هيچا
زه (لتاړ) به یې صفت کړم
څو حيات يم په دنيا