

ملا لتاړ
يو دی يو به اوسی، هميشه مولا زما
بل شريک یې نشته، نه به چيری شي پيدا
نه یې هيڅ يو کار په چا پوره، نه دی نیمګړی
نه د چا محتاج دی نه لری د چا پروا
نه وي د آدم په څير، خوشحاله نه ملاله
نه خندا هوس کا نه کوي چيری ژړا
نه یې څوک زوکړی، نه دی زوي د فلانه دی
نه د جا تر بور دی، نه لری ادی ابا
نه یې څوک مخی شته نه یې سيال شته د سيالی
نه په دواړو کونو کې له ده شته څوک سوا
کل قدرت د ده دی چې ظاهر په خاصو عام دی
هست کاندي نه نيسته بيا یې نيست کاله دنیا
پاڅه وي له خاورو آدم، تخت ور لره ورکا
درومې زر تر زره هغو خاورو لره بيا
څوک یې دی په بحر کې خوښ کړی څوک په وچه
چاله یې په سره اور کې ور کړی ده بقا
چا ته یې جامې دی د غرورور اغوستلی
څوک یې کړل له ننګه له نامو سه بې پروا
څوک یې دی له خپله ذکره، فکره مشغول کړی
چا ته یې کړه غوره د فانی دنيا سودا
واړه یې یکسان په دنيا نه دی، پيدا کړی
څوک یې سلطانان کړه څوک یې کړه فقير فقرا
دا وګړی خدای دی په دوه رنګه پيدا کړی
ځينې کا سندری ځينی وير کا په ژړا
هيڅوک به پرې نه ږدی، په ويجاړه دنيا باند
واړه به يارانو وار په وار کاندي فنا
دی غنی بې نياز دی هر چې کاندي هغه کيږی
نه په چا شر ميږی، نه یې ويره شي له چا
حق زموږ الله دی هم یې حق ذات صفات دی
فرض یې معرفت دی راليږلی په هر چا
ګوتی د دنیا له سوده وکاږه (لتاړه!)
پس له دی په هر دم د ښه خدای کوه ثنا