

عبدالحمید مومند
نن به شپه زما د یار په کوم مکان وي
جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دوکان وي
شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي
کوم دوکان به يې د خولې د درو کان وي
په ډیوه به يې د مخ څوک پتنګان وي
همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي
ولې نه چوې له دې غمه زما دله
چې دې واورېده د یار د تلو بدله
نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک
چې يې واخلي خسمانه د آب و نان څوک
نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک
چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک
یا یې سیوری کا په سر لاس د احسان څوک
یا يې وکا د بل کار سر و سامان څوک
چې له هسې غمه نه مرم ژوندی پایم
تو زما په محبت شه بې وفا یم
خود بخود به وي ولاړ ستړی ستومان
خسته دل په خسمانه د آب و نان
ارزان وست به له ناکامه پېري ګران
قیمتي یاقوت به پلوري رایګان
د بې قدرو جوهریانو په دکان
له دې غمه اه افسوس ارمان ارمان
راکړی خدای په دا ګړۍ پر د همت
چې حاضر شوی د بېکسو په خدمت
ګوره ناست به وي خپه په ځینو خرو کې
که به پروت وي، لکه لعل په ایرو کې
کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې
د سړي مهر به غواړي په پيرو کې
نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې
که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې
دا کوم شرم دی کوم ننګ په محبت کې
چې غمخور نه شوم د یار په دا غربت کې
خوب به نه ورځي له ډېرې ستومانۍ
بوږنوي به يې د ملو بدګمانۍ
نه به وړاندې ځي زړور په شادماڼۍ
نه به بېرته شي راتلای له پښېمانۍ
د هر سپي به په امید د امانۍ
چپړوسي کا د نمړۍ په مهمانۍ
چې دې یار پېڅي دا هسې نرمه ګرمه
ته په کومه حیا روغ ګرځې بې شرمه
***
په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي
د زړه غم يې غولېدلی وي که نه وي
فراغت به يې پسندلی وي که نه وي
چا به حال ترې پوښتېدلی وي که نه وي
کټ پوزی به يې موندلی وي که نه وي
غونچه وار به موسېدلی وي که نه وي
نشته ما غوندې بې پت څوک په یارۍ کې
چې همدم نه شوم د یار په دا خوارۍ کې
دم و خود به وي ولاړ د غم له ګوټه
پرانتی به چاته نه شي د زړه غوټه
پرې به وي هره متاع د هوس تروټه
اوبه کېږي له له غمه لکه لوټه
د اخلاص مزه به نه مومي له پوټه
آه افسوس به وي ورپاتې له دې لوټه
***
که دې مینه وي رښتیا له دې رموزه
سر تر پایه سره لمبه شه شنه ډډوزه
لا له نه وي ویده شوی بیا به ويښ شي
که هر څو يې زړه په خوب پسې مېښ مېښ شي
هیڅ به نه مومي کابو کاروان به لېښ شي
لا علاج به د ناکام په لاس راکېښ شي
که یې سل خواږه د حسن په ګواښ ګېښ شي
دم قدم به لکه بند د ګني زبېښ شي
یار به دا رنګه بې خوبه بې آرامه
ته په دا رنګه بې غم نمک حرامه
په مزله به يې سبا ګوره څوک مله وي
نه پوهېږم چې به ساد وي که به غله وي
په څه شان به شکسته زهیر په زړه وي
له تغمې به يې د زړه، نغمه په خوله وي
دم قدم به يې خولې د مخ په وله وي
رانجه کړي به يې چا خاورې د پله وي
سزاوار د هر ستم د هر پېغور یم
چې مې یار په سفر تللی زه په کور یم
***
په څه شان به غمزده درومي په لارې
په ګردونو آلوده سپينې رخسارې
زړه په خار د بې کسۍ پارې پارې
آبلې به يې وهي د وینو دارې
نه به وي هسې هندو مسلمان بارې
چې يې وکا دلاسا د یوې چارې
نه مې شرم شته نه درم په حساب کې
چې له یار سره لاړ نه شوم په رکاب کې
که هر څو په غړیو غړند په پښو شل وی
په سینه پسې څکېدی د آشنا مل وی
درست د غم په خنډ و خار سره څول څول وی
د هر چا په دا پېغور ملامت غل وی
راپېښ شوی هر نقصان و هر ذلل وی
خو له یار سره مې کړی دا مزل وی
چې ترې پاتې شوم رښتینی عاشق نه یم
سر تر پایه دروغجن یم صادق نه یم
یا له یاره سره تللی په سفر وی
په هر ځای مې غوړولی پرې وزر وی
یا يې مړ د بېلتانه له غمه زر وی
یا په دواړو سترګو ټپ ړوند په نظر وی
که دا نه کېدی هرګز متعذر وی
خود بخود مې ځان وهلی په خنجر وی
هسې پاتو شوم تر یار پورې مخ توری
په جرګه د عاشقانو کې کوزګوری
دا څه مینه محبت څه عاشقي ده
دا څه پت، څه مروت څه صادقي ده
دم قدم دغه بازي منافقي ده
په مذهب د عاشقانو فاسقي ده
سراسر نا قابلي نا لایقي ده
په ذمه مې د سنګسار ګناه باقي ده
چې مې یار په سفر تللی زه په کور یم
ګویا مخ په تبۍ تور او په خره سور یم
چې مې یار په هند برات زه په خپل کور یم
نه له غمه پسې مړ نه کر او کور یم
نه بې هوښه نه پښې یبلې نه سرتور یم
خواړه خورمه اوبه څښم په خندا خور یم
د یار یار د خپلو خپل د وروڼو ورور یم
لکه ومه هغه شان په خپل انځور یم
د حمید دا زندګي شرمندګي ده
که يې مړ کا، عزراييل ته بندګي ده