...

عبدالحمید مومند

د هغه مین برباد آه و زګیروی وي

چې په یار کې يې نه مهر، نه زړه سوی وي

عشق په خلقو کې له خلقو هسې بېل کړم

لکه ناست په میان د روغو لېونی وي

څه قرار به کا قرار په هغه زړه کې

چې په تېغ د عاشقۍ سوری سوری وي

څوک پرې څه تېغ ازمویل زیات زده کول کا

هر چې بې تېغه حلال لکه مهی وي

په نوخط حسن اثر د عاشق آه کا

دا په دا چې مسافر په زړه نری وي

دلاسه په بوسه راکړه د یار شونډو

چرې نه وي چې مې داد مرګ بهی وي

چې یوسف پکې معراج کړ شک يې مه کړه

که د ښکلیو زنخدان هغه کوهی وي

که مهجور له ژړا زړه نیسي نیو نه شي

په سېلاب د نېزه وړي واک پردی وي

چې حمید غوندې بلبل يې سر په ګور کا

هغه ورځ به د باګرام په ګلو هی وي