

عبدالحمید مومند
یو مې تېږې د هجران په سر وړې شوې
بل سینې د رقیبانو راسړې شوې
راشه کېنه مخالف مه شه دلبره
چې تر غوږه مې د هجر سېکړې شوې
قلندر د یار له لاسه ځم زندان ته
چې تر پښو مې ستا د هجر پیکړې شوې
ما ویل راشه مخامخ راسره کېنه
که مې سترګې جانه ستا په دید مړې شوې
زه حمید پخپله ګرم نه یم پوهېږم
چې تر شا مې د خوبانو ډمانې شوې