...

عبدالحمید مومند

که دې خط په خاکستر ځپلی نه وی

د مخ اور به دې تر اوسه و ملک سوی

له هغه مخه څوک څرنګ بوسه واخلي

چې يې مخ وي د اومو پیو پېروی

د یار غم راسره څه وایم چې څه کا

تل مې وینې د زړه روي، لکه روی

هسې زه بې خونده خاندم په هجران کې

لکه خاندي د پسه سر په اور الوی

هسې زه په څنګ کتو د ترکو غوڅ کړم

لکه ورسي رسا، د تورې لوی

مخ يې هسې کروړې وهي د زلفو

چې يې پاس د زړه په سر لګي بچوی

چې په ښکلیو سربازي په شان د شمع

په عوض د زاړه سر مومي بل نوی

چې جفا په وفا نیسي د خوبانو

د عاشق په څېر نېک نیت نشته بل ژوی

د حمید له درده دوکه هغو څه زده

چې پرې تېر نه وي د مینې شری کوی