

عبدالحمید مومند
مخ دې په ښایست د زلفو نه دی منت وړونی
پروت وي په دوکان د شیرینۍ مچ شړونی
زه و شرم وننګ و ته په کوم ننګ و شرم ګورم
واچاوه په ګل پسې غونچې د سر پړونی
هر چې پرې باران وي هغه ملک و روښان وي
وي ژړاند مین و معشوقانو ته مخروڼی
واړه سر درد دی در پېښ شوی د مهرویو
ځکه نوې میاشت تر سر جارباسي سر تړونی
مه ضایع کوه دم او دوا په ما طبیبه
نه یم رغېدونی، یم د عشق له رنځه مړونی
هر چې راته وايي واړه کړونی یم ناصحه!
بې له دې چې نه یم له خوبانو صبر کړونی
کله مین زړه په توبه اوړي، هغه صید
نه وي خلاصیدونی چې یو ځل شي لاس غړونی
پرېږده فوارې چې صاحبان په مسند کښېني
ولې به حمید د یار په مخ نه وي ژړونی
بې حمیده مه کړه خدای مجلس د دلبرانو
دا خو مې باید د اور له څنګه اورلړونی