

عبدالحمید مومند
چې د شونډو د خوراک شوې بُتا! وینې
له هوسه نه سهېږي زما وینې
د رنجو په باټ دې تېغ د سترګو تېغ کړ
بیا به توی کړې نه پوهېږم د چا وینې
هیڅ هوس مې دې و قتل ته څوک نه کا
د قاتل تر سترګو څاڅي زما وینې
د پردو وینو زغمل هر ګوره ګران دي
ځکه اچوي په قي کې مینا وینې
په ژړا د هغو کسي لاله زار وي
چې اورېږي يې د زړه په صحرا وینې
خوب به څه ویسا کوي زما په سترګو
چې بهېږي ترې مدام په ژړا وینې
د دې دوو ورځو شپو په آشنايۍ کې
د شبنم په اوښو ژاړي لاله وینې
چې سحر زما په آه بې خونده خاندي
نمر خاته اچوي صبح په دا وینې
چې د عشق په تېره تېغ پورې ځان مږې
زر به تويې شي حمیده د ستا وینې