

عبدالحمید مومند
که مې ولي په سرکاڼي سل مني
زما خوښه ده د یار کبر ومني
که خوبان دي له خوبۍ لېوني شوي
سر و مال ځنې زما شه سپېلني
له ښه مخ سره دوستي که څوک پوهېږي
ده له ځان سره په قطع دښمني
افلاطون لکه هلک تپانچه خور کړی
چې له عشقه په سر راشي لېوني
چې بې یاره خوب خندا کاندي ناصحه
عاشقان دا هسې نه دي خندني
چې له ښکلیو مې ناصح غولوي په حورو
په بانه د بزرګي کا، رهزني
محبت شدني کار و، په ما وشه
نور دې نه شي په هیچا دا شدني
څوک دې نه غندي شوخي د آهو چشمو
دی انځور د دې چمن دا چمني
د مومند جوهر خانې لره دې راشي
که څوک غواړي ښه لعلونه یمني
د حمید د ساده شعر کمال ګوره
چې شمله شه د تمام سړه بني