...

عبدالحمید مومند

د نوخطو دلبرانو پښېمانۍ

د ماښام د غریبانو حیرانۍ

لکه کاندي خال و خط په ساده رویو

خزان نه کا په ګلشن دا ویرانۍ

زر امیده د عاشق په خوا کې وچ کا

ورانوي ځوځي ماځوځي ودانۍ

زد و ګیر يې د تور خط هسې هیبت کا

لکه ولګېږي جنګ د سلطانۍ

څه ګمنامه شوه د خط په هندو بار کې

د خوبانو د ښایست مسلمانۍ

له لمنو در ګوهر د اوښو بویه

تیاری د یار د خیال د مهمانۍ

که هر څو يې په خان بولم پروا نه کا

خدای خان کړی پروا نه کا د خالۍ

دا په جمع زړه خندا د ساده رویو

خدای سبب کړه د جهان د پرېشانۍ

چې دیده و دانسته په ښکلو غولېږي

شابس شابس د حمید په نادانۍ