

عبدالحمید مومند
ګذاري مې یار په یار سل رنګ بانې
راته نه ښيي یو چم د یارانې
بېهوده ستا د ظالم حسن په وقت کا
زاهدان د صبر زهد و دانې
څرګندېږي په هر چین ستا د جبین کې
د قیامت د عذابونو نښانې
چې د ستا له خونړو سترګو اشنا شي
تل به ویروي د هغو په خېلخانې
دا چې زه هره ستانه لټوم ګرځم
غواړم ځای د ستا د در د آستانې
زه دې څه رنګ د مخ تورې زړه ته نیسم
چې ترې تل د آیینې تښتې کانې
چې روزي يې شه شب قدر ستا د زلفو
کوم شبګیر و، روزي شوی د شانې
تش په توره پېچ و تاب لکه ښامار خورم
زه حمید د ښکلي مخ په خزانې