

عبدالحمید مومند
د نوخطو په صفت مې زبان نښلي
چې تر دام لاندې دانه خوري مرغان نښلي
دا يې خط په کناره د مخ جنبش کا
که په خوان د شېرینۍ مچان نښلي
دا له نازه کا خوبان خبرې تتې
که د لاړو په خوږو يې زبان نښلي
پاکبازان کا په نوخطو ښکلیو مینه
د هڼا په شنو کوترو بازان نښلي
هسې موړ کړم د یار غم له خپله عمره
چې په حلق کې مې اوبه د حیوان نښلي
دانایان په دنیا نښته سره نه کا
دا په دا چې په مرداره سګان نښلي
چې د اوسپنې ځنځير شلوي په ګوتو
هغه دېو په اومه تار د احسان نښلي
ښه جامه و نېکنامي يې په کار نه وي
له نېکانو سره ځکه بدان نښلي
څه ماڼه به حمید کا له بېګانه وو
چې خپل یار ورسره مشت و ګرېوان نښلي