

عبدالحمید مومند
خط په مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کې
دا يې غاښ په خوله کې زېب کا که ژاله شوه په لاله کې
هسې رنګ سحر و جادو کا په نظر د شهلا سترګو
نه يې سیال په هند کې شته دی نه ثاني په بنګاله کې
لکه ونښلي مرغۍ په سست دام د سلو لومو
هسې زه پرېشانو زلفو کېیستم په کشاله کې
دا زما له غمه شین زړه پکې خیال د یار د شونډو
هسې رنګ زېب و زینت کا لکه مۍ په شنه پیاله کې
ما وې عین ګڼه ګل دی د غونچې په لمن نغښتی
که مې کوت یو ګل اندام و پروت په سبزه دوشاله کې
خال وخط په ګلګون مخ کې د دلبرو دا مثال کا
لکه پروت وي غزیدلی خرقه پوش په دو شاله کې
ښکلی مخ کا ولې ناسته په مجلس د رقیبانو
په جوار د سپیو نه وي هیڅ آرام په غزاله کې
سر تر پایه غم د هجر لکه نی سوری سوری کړم
ځکه یم مدام دا هسې په فریاد و په ناله کې
که یار غواړې هومره ژاړه څو درځي عبدالحمیده!
دا په دا چې در مونده شي په دریاب نه په ناله کې