

عبدالحمید مومند
همه عمر ولاړ ښه یم په سره اور کې
نه بې یاره د شاهۍ په شر و شور کې
سرې لمبې ستۍ سهي په صورت باندې
سهېدی نه شي بې یاره په پېغور کې
ما ته سر په دنیا وښوولې مینې
کل خوارۍ چې ویلی شي په ګور کې
زر به سم د بېلتانه په یوه تار شي
که غلط چا څخه ځان وي په خپل زور کې
هسې رنګ مې شور وغم ګرځي په سر کې
لکه شور د جمعو خلقو وي لاهور کې
لا هلک به يې وژلی وم په زهرو
که مې وای مهر شفقت په پلار و مور کې
چې څراغ د یار د مخ راته بل نه وي
زه په ګور کې ګڼم خپسر په دا کور کې
که نور څوک غندي سیاهي د هند د ښکلیو
نوراني جلوه کوي ما ته په تور کې
لاړ به نه شي ځنې تور د تورو سترګو
سر و مال که د حمید ځي په دا تور کې
له حمیده صبر مه غواړه ناصحه
دغه توان ورڅخه لاړ د عشق په شور کې