

عبدالحمید مومند
شپه و ورځ مې دغه خواست دی په دنیا کې
که مې خوا د هغه یار راشي په خوا کې
که جنت لیدلی نه دی په
دنیا چا
وصالت د یار جنت دی په دنیا کې
د جنت هوا هوس شه له ما پاتې
د خوبانو په هوس و په هوی کې
ارزومن يې په تش خیال د یار د مخ کړم
لا مې نه پرېږدي رقیب پسې په دا کې
سپینه ږیره زما عشق کوټه پيسه کړه
هیڅ مې نه قبلوي ښکلي په سودا کې
که د ګل په څېر ګرېوان کړم ورته څيرې
لکه صبح خور خور کېږې په خندا کې
که دې زړه غواړي خندا د ګلبدنو
رڼوه لکه شبنم شپه په ژړا کې
لکه زه د تورو سترګو په تور نښلم
هیڅوک مه شه مبتلا په دا بلا کې
که زاهد ښکلیو ته نه ګوري مغرور دی
د لېچنو سترګې برېښي په برېښنا کې
خدایه وکړې په حمید د هغو سیوری
چې بې یار وي په سلا و په رضا کې