

عبدالحمید مومند
دا هم هیڅ زندګاني نه ده ګویا کې
چې بې یاره ژوندی پایم په دنیا کې
څه بلا سخته دانه یم نه پوهېږم
چې کسیا نه شوم د هجر په اسیا کې
تورې زلفې سپين رخسار د نګار وینم
د جهان په هر سفید په هر سیا کې
غړوم له ناچارۍ هغه شان ژبه
په دروغ کې مومم یار که په رښتیا کې
نور عالم که په کېمیا زر کوي خاورې
ما زر خاورې کړه د مینې کېمیا کې
چرته عشق چرته د شرم و حیا وېره
نڅېدل نه شي په شرم و په حیا کې
په ورټ ورټ ورپسې ژاړه که یار غواړې
مونده کېږي دغه دُر په دا دریا کې
هم قدم د کس ناکس له دره ژغوري
دا چې ګرځي لېوني تل په بیدیا کې
بت پرست وايي حمید و هغه کس ته
چې بندګي کوي د خدای، په روی ریا کې