

عبدالحمید مومند
څو يې اور د زړه غونچه شان تر سر نه شي
ګلرخانو به د چا هومره ته بر نه شي
هیڅ له خپلې خوارۍ مه ژاړه رقیب ته
دلسوزي په مسلمان د کافر نه شي
بیا به نه مومي څوک وصل د مهرویو
څو فلک غوندې کند پوش قلندر نه شي
له ساده مخه د صبر سبق چا زده
څو پيزۍ د خط په زېر و په زور نه شي
چې يې کاندي پوچ ناکام د دلبرانو
د زاهد به دغه صبر سرور نه شي
هسې شپه د یار د خط راباندې راغله
چې هرګز به تر قیامته سحر نه شي
هغه ګل ته شوخ کاته بې ادبي ده
چې له سهمه د نسیم پرې ګذر نه شي
چې وهلی وي تشنک د یار د هجر
تسلي يې د وصال په کوثر نه شي
ښکلی مخ زما په زړه څه وایم څه کا
د چا موم دې په دا اور برابر نه شي
که څوک غواړي د حمید سرخرویه شعر
دا به بې خون ځیګر میسر نه شي