

عبدالحمید مومند
یار په یار د جدايۍ په وقت ګران شي
پس له مرګه د سړي قدر عیان شي
وايي زوی و لور تر پښو اوبه تر حلقه
فراموش په بېلتانه ځان و جهان شي
امیدوار د هجر ضعف کړم له وصله
ولې مېل د همای په استخوان شي
د حیات اوبه به زهر کا په خضر
اندېښنې چې ورته پېښې د هجران شي
نه کا نوح د یار د خیال ورځنې وېره
که مې اوښې په چشمانو کې طوفان شي
که د عشق د ځوانیمرګو په عیش پوه شي
نور به خضر په دراز عمر پښېمان شي
وایم پرېوتم و سل ګزه کوهي ته
چې په یاد راته د ښکلیو زنخدان شي
تورې سترګې سره رخسار يې هسې زېب کا
لکه ګډ په لاله زار کې آهوان شي
د اشنا له خال و خطه معلومېږي
چې حمید به مسافر د هندوستان شي