...

عبدالحمید مومند

په راتله د یار د خط یاران په دوک شي

باغ چې وټوکېږي لا باغوان په دوک شي

چې د خط غبار پيدا که په مهتاب کې

تور جهان شي په عالم موران په دوک شي

هيڅ منت دې یار په یار د خوارۍ نه کا

تر پتنګ اول د شمعې ځان په دوک شي

هاله لارو غوږ ته بیا مومي د ښکلیو

چې یاقوت په زړه سوری لړزان په دوک شي

هغه غوټې په نظر ښکلي پرانیځي

چې يې ډېر په پرانتو لقمان په دوک شي

په کینه د یوه مخ مین ګرم نه دی

په یوه ځنځير کې ډېر بندیان په دوک شي

کاشکې لرې کاندي یار حجاب له مخه

زه په دوک یم پرېږده درست جهان په دوک شي

چې حمید د یار له غم کا سوې کریږه

د پيریانو غونی زيږ دېوان په دوک شي