

عبدالحمید مومند
دا يې زلفې دي پر مخ باندې تاوېږي
که ماران دي پر چندړو باندې خېږي
لطافت يې د مخ هسې پر کمال دی
چې يې ګل په شوخ کاته سره نرمېږي
له مستیه ښاخ ښوره د سحر باده
چې سایه يې پر زلفانو وښورېږي
نمر دې زیړه ګونه ګرځي په اسمان کې
د نمر مخ که ستا له مخه نه شرمېږي
په تمام جهان د ترکو ظلم زور دی
دا بې وجهې حمید ولې ازارېږي