

عبدالحمید مومند
چې مهتر کا له کهتر سره اړۍ
بدلوي له سادګۍ شال په شړۍ
چې بل بولي د سپي زوی هغه هم سپی وي
نه کا سپي سره نسبت زوی د سړۍ
له هغه چې ولي سپی په کاڼو لوټو
دا بهتر دي چې ور واچوي نمړۍ
هی توبه شه له دغه نامه، نښانه
چې دې ودروي د بدو له کړۍ
په پيرۍ کې د ځوانۍ چارې نه شي
مه ږده اې زړې بوډۍ په سر دړۍ
هره چار له خپله وخته سره زېب کا
سپین وېښته نه دي د څڼو د څړۍ
په دنیا ټپرېده ډېر په کار نه دي
څه څملې له دې بوډۍ غاړه غړۍ
د بهترو په ځای مه کېنه کهتره
د ورېښمو په نرخ مه پلوره وړۍ
د پېړۍ صد ساله عمر صدقه شه
د ځوانۍ د شپو د ورځو تر ګړۍ
چې دا هسې سپين سپېڅلی نصیحت کا
مه کړه خدای د حمید ژبه تتړۍ