

عبدالحمید مومند
له دغه هیبته زړه را څخه رغړي
یاره مه وایه خپل تله و ما ته سپړې
چې له حاله مې پوښتې څه ازمويښت کړې
ولې هیڅ له تا نه پټ نه دي ما کړي
ستا په مینه کې مې زړه هسې بوله شه
که وغره ته کړم تکیه له بېخه لوړي
چې يې ته په ښکنځل ولېږلې ماته
چرې خدای کړه رقیبان هسې ښه زړي
یا مې ته په آه فریاد سره موسېږې
یا غونچه په نسیم پاڼې د ګل سپړي
بیا به څوک ته په زندۍ اوېزان وژنې
چې دې زوړند کړه د تورو زلفو پړي
هیڅ مې ښه نه شي په پند د ناصحانو
لا مې اچوي په اور باندې خسړي
د یوه مدد و بل ته نه رسېږي
عاشقان دي همه واړه اوبو وړي
د نور چا دعوه توره ورباندې نشته
سر و مال دي حمیده تر کوته نومړي