...

عبدالحمید مومند

چې پوښاک کا ژمي اوړی یو خرڅوړی

وي به سبزه لکه سروه ژمی اوړی

کل کږې درته له خپلو کږو رسي

ساز سرود له ډمه نه مومي غوږ مروړی

وکړې خپلې خودرايۍ درباندې چارې

چې دې سپک نیوه ښامار، لکه کربوړی

څو دې جوړ نه دی له صبره سره کړی

تل به ګرځې رنځنی په ځان ناجوړی

له هغو چې و بدۍ ته ولاړېږي

ښه يې پروت په غړیو غړند په زړه بوړې

نرم زړه سړه سینه در لره ښايي

مه شه ته د اور لمبه لکه ایسوړی

د حمید د پند دارو که څوک په شخوند خوري

دا ترخه په خوله کې خوند کا خوږه لوړی