

عبدالحمید مومند
چې په تورې سترګو تور رانجه شي پورې
له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې
تورې سترګې، تورې زلفې، تورې ورځې
دا همه تورې بلا دي آدم خورې
له یوې بلا څوک ځان ساتلی نه شي
ما ته ټولې سل بلا شوې پر له پورې
نه د مړیو په حساب نه د ژوندو یم
عاشقۍ کړم تر دا میانه پورې وورې
اوس زما له ننګ و نامه سره څه دي
ولې ویر کا وېرژلې په سرتورې
هسې ډوب لاړم د مینې په ګرداب کې
چې مجنون راته ښکارېږي سرسري
مهوش کړم وچ ګوګل نمجنو سترګو
هېڅ مې نه زده چې بحري یم که بري
تلخايي مې د هجران له حلقه نه ځي
که هر څو خورم د وصال شکر ترې
اوښو هم را څخه پرېکړه په فراق کې
خپل پردي دي واړه ملونه د بري
څه عجب ساده رنګین وايې حمیده!
دا زري فکر دې مه شه نظري