...

عبدالحمید مومند

څه به بوی د عطرو نه کا زما ګوتې

چې يې دي د ګل اندام تڼۍ پرانتې

چې مې پان غوندې لړمون د وینو ډک شه

ښکل مې هاله کړې د ښکلو شونډې رتې

چې مې هسک په سر کوزۍ د ترکو نه شي

لا دي عشق راته مضبوطې ډېرې نجتې

د مهجور د سوال جواب څه له څوک ویار که

ولې شي د مرګحال خبرې تتې