...

عبدالحمید مومند

چې په تور د عاشقۍ شي ځنې بای

سر ومال شي د هغو خلقو په ځای

که دې مینه هډ و پوست کا زهیر مه شه

شې هلال له لاغرۍ انګشت نمای

دا ښادي ده چې يې غم کا په ما روږدی

ګڼه کله لګي غل په ویران سرای

ما ته پېښه شوه خواري د یار له خطه

که بښې چا ته دولت پرد همای

نر ناحقه رقیبان کا په ما رخه

ګڼه څه وي د سپو لاندې تر ګدای

نه ناصح و ما ته پند برای خدا کا

نه پيشو نیسي موږک برای خدای

لکه کاه چې کهربا څکوي و ځانته

هسې ما څکوي جذب د دلربای

دا په کبر لېچن کسي به دې روغ شي

که څاښکو کړې د خوبانو خاکپای

خود رايي له هغو نه کېږي حمیده!

چې مین شي په خود روو په خود رای