

عبدالحمید مومند
چې تر زنې لاندې خط راوړي انبوه
یار له یاره سره نه کا هسې دروه
هر دقت چې دې په مخ کې حسن وکا
د مجنون له توجه شمه پرې پوه
هم هغه د محبت په رموز پوه شي
چې يې ځان له خپلې پوهې کړ ناپوه
چې یکتا ورسره نه وي قباحت دی
یار له یاره یو ګز لرې وي په کروه
په امید د یار د وصل د ښادۍ
ګرځومه سپک په سر غر د اندوه
زه به څه کړم له رقیبه د ښو طمع
نه دي ښه چا سره کړي دغه ګروه
کامراني په عشق کې مه غواړه حمیده!
دا ګیاه نه زرغونېږي په دا کوه