...

عبدالحمید مومند

چې سپک کا عاشقي لکه بڼه

هغه کس تر کوه قافه دروند ګڼه

چې اېرې د بېقدرۍ شي پرې مښودي

آیینه د هغو زړونو وي رڼه

له دانا سره نادان کا اوچې پوچې

هیڅ به بټ په ترپو مات نه کا چڼه

له کینې په بینا سترګو شنوا غوږو

د عیسی په دم قدم ړنده کڼه

که څوک نه پټوي سترګې په حرامو

شي په پښو کې پېژندی پردۍ پڼه

دا چې نن بڼې بڼې په زرکه ناست دی

دغه باز به کا برګوت بڼه بڼه

چې حمید اوږدوي لاس د یار و مخ ته

کشکې ښاخ د ولې ونیسي مڼه