

صدیق
چې ثابت په شريعت شې
نور سالک د حقيقت شې
د توحيد ډيوه کړه بله
چې روان په طريقت شې
بې پرواهه به رفتن کړې
چې د پير په معرفت شې
د تلقين ذکر حاصل کړه
چې مشغول په محبت شې
د زړه مراد به دې حاصل شي
که له نفسه په شدت شې
چې غمونو و ته شا کړې
له ښاديو په عزلت شې
په هوښيارو به خندا کړې
چې د مستو په صحبت شي
په هر څه کې به خوښي کړې
که شاکر يې په نعمت شې
نور بې غمه يې صديقه
چې صبور په مصيبت شې