

صدیق
په دولت که د دنيا په پورته خيږې
عاقبت به لکه پاڼ د شګو ريژې
د فلک امداد مدام دی له طلبه
په قوت د عاريت څله نازيږې
د شيرين عمر له قدره خبردار شه
لکه مياشت شې وړه، لويه بيا کميږې
د خپل نس هوا دې څو وبله را کاږي
په حساب کې لکه پله پسې غزيږې
دم په دم د شرين عمر مايه درومي
له توحيده ځان غړوې په بله غليږې
خواب و خيال دې د دنيا په خاطر نهال شو
په هر لوزي سر ګردان شوې پسې لويږی
لويه چار د قناعت نيسه په لاس کې
دا وړې چارې څو ډېرې کړې وړيږې
نصيحت د دانا عين مصلحت دی
د کامل کلام دوا خوره چې نه پيږې
فراغت په قناعت اوسه صديقه!
مناجات د حاجت وا چې دورمې دريږې