

صدیق
چې سبا دې په باړخو زلفينې چين کړې
په هر چين دې څو خجل نافې د چين کړې
په سپين مخ دې خوبې يو وړه له آفتابه
د جبين په خولو طعن په پروين کړې
په شعله کې تر آفتابه لا تيری کا
چې ټيکه جوړه په لوح د جبين کړې
ښاپيرۍ چې درته ګوري حيرانيږي
ته يو څه آفتاب پيدا خدای په زمين کړې
د ظفر سمند دې بيا تيار ولاړ دی
ګوره بيا به تاخت د چا په دل ودين کړې
په غوټه يې يکباره را څخه يوسي
خدای د زړه په وړلو ستا سترګې شاهين کړې
دابه زه ساتم په زړه کې تر قيامته
چې دراز ويل و ما ته ته شيرين کړې
که بل چا ته دې زړه نرم شي تر مومو
خدای و ما و ته يو څه رنګ دل سنګين کړې
چې د زړه اخلاص دې نشته څه عجب دی
په لباس کې د صديق د زړه تسکين کړې