

صدیق
د ژوندون اوبه په لاس د خضر چا کړې
هم هغه نصيب زما نن د فنا کړې
زه اول سوی د عشق وم چې معمار مې
شنې ايرې بيا د آسمان په ساخت لګيا کړې
نور په پر، و د ګران د زړه خوښي کا
ما په ځان پورې بڼې د لوی عنقا کړې
چې منصور غوندی مې بيايي اوس ودار ته
مينې! دا فتنې هم ستا وې، تا برپا کړې
دا شهرت به تا هرګز موندلی نه و
د مجنون مينې هم ته ليلا! رسوا کړې
د هلک تر نظر کاڼی ګوهر يو وي
له وفا به د دوران څه تمنا کړې
عاقبت به مري په مرګ، څه شو صديق
که اوبه نوشې نن خضر د بقا کړې