...

صدیق

هم هغه چې ته په دا حسن مشهور کړې

 بيا يې پاس زما د زړه په سر مسطور کړې

چې په ځير ځير مې پرې ځير کړ هغو سترګو

 تر يوسف يې ښکلی لا راته منظور کړې

چې دې يو زمان نه وينم نور نه وينم

 په کاته کې خدای زما د سترګو نور کړې

کله غم کله ښادي وي چې آشنا شي

 غم، ښادۍ، آشنايۍ سره دستور کړې

لټ په لټ وبله اوړم نه تيريږي

 د هجران شېبې هر ګوره خدای ضرور کړې

چې يو دم له ما جدا شې، که ګلشن وي

 سره ګلونه يې سکروټه د تنور کړې

واصلانو څخه غم د هجرت نشته

 د فراق ورځې يې برخه د مهجور کړې

نور څه هيڅ و ما ته مه ستایه زاهده!

 بې دلبره، صفت څه د حور، قصور کړې

 په ژوندون به يې نم ورک نه شي بې مرګه

 د صديق سترګې په غم مينې ناسور کړې