

صدیق
چې خورې دې د شمشاد په شانه بيا کړې
ستا پريشانو زلفو لا خوبۍ پيدا کړې
په ورو ورو يې مشاطه مږي په لاس کې
د خسته زړونو ګره غوټې يې واکړې
د سنبلو آب وتاب دا هومره نه و
چې د زلفو د سنبل خبرې چا کړې
نرګس ځکه سرنګون ګوري تر اوسه
چې ور پورته دې دا دوه سترګې شهلا کړې
ځکه يار ته کا ته غټ د عاشق ګران شي
خدای يې دواړه سترګې ډکې په حيا کړې
د عمل جزا دې خدای در کا غمازه!
چې ويار ته مې غندنه پس شا کړې
چې صديق دې په ماڼې تر مرګ بتر کړم
ياره خوا دې سړه نه ده ماڼې لا کړې