

صدیق
په خندا چې دواړه لبه شکر بار کړې
راښکاره به څه صدف د رشهوار کړې
چې ګذر دې په چمن په ماه و سال شي
هغه باغ تور په ګلو نوکر انبار کړې
چې دې نشته عشق د چا په زړه، زړه نه دی
په يوه کې نشته ځای چې بل تکرار کړې
سترګې ستا، په تا کاته کړم تا پرې ګورم
ته کاته په آيينه د خپل ديدار کړې
صديق ډېر راضي له تا په دايم مينې!
چې په دار مې د منصور ور په سر دستار کړې