

صدیق
د اميد ونې مې څو نهل په لاس کړې
په اره مې زر په لاس واړه د ياس کړې
د ژوندون ګذر په کور رښتيا د مرګ دی
تله به څو ته همېشه تر بامه پاس کړې
عمر ډېر د خضر ډېر شو ګوره لږ دی
بيهوده په لږ ژوندون چې ډېر وسواس کړې
د زمري هيبت دې مل شي په څنګله کې
له مرګي به نغري ناست کله هراس کړې
ګړندی عمر تر برقه تير درومي
که نظر څه خو په تله د خپل انفاس کړې
په جامه د عاريت نادان خوښي کا
هوښيار خوښې جامې کله د لباس کړې
په دولت کې صديق غم همېشه ويني
ځکه خدای ور پېښې ورځې د افلاس کړې