...

صدیق

زه خو ليونی يم که له ما سره ياري کړې

 بويه چې د کندو د پهوړ اوس تياري کړې

دا زیست و روزګار به د دنيا وتاته هيڅ شي

 ځار تر ليونتوبه به زما کل هوښياري کړې

چا ويل وتاته ستا بلا واړه په ماشه

 بهه له ما عاجزه چې له ما به ويزاري کړې

تا ويل زما بوسه مرهم د هر زحمت ده

 دريغه که يې را وما پخوا تر بيماري کړې

اوس خو ته پخلا يې ولې دريغه په ماڼې کې

 پيښه وما خوار ته د جهان واړه خواري کړې

جار تر هغه وخت شم چې به کله په ما راشې

 کله به ښکاره وربل و ما ته تاتاري کړې

بوی دې چې نسيم د زلفو خور په هر ديار کا

 ځکه يې خجل نافې د مشکو تاتارې کړې