...

صدیق

تور ګيسو چې په سپين مخ باندې افشان کړې

 آشفته زړونه پرې لا خسته پريشان کړې

تورې سترګې تور باڼه نوې بلا دي

 په ځنبل پرې زخمي واړه بيدلان کړې

چې يې تښتي له ستمه آهو غره ته

 ما به ته له دې ظالمه په امان کړې

په بوستان سر و حيران شي ستا و قد ته

 سر و قد چې په بوستان ته خرامان کړې

چې ښکاره سره توره مسته شې له نازه

 نندارچې و خپل بدن ته درست جهان کړې

په بار خو دې دا خولې دي که له عکسه

 په پروين طعن اوس ځکه د آسمان کړې

د پرۍ سيوری اثر دا هومره نه کا

 لکه ته يې په ماخوار په هر هر شان کړې

په غمزو په کرشمو يې مخۍ نه دي

 چا وما ته حورې يادې د رضوان کړې

 کشکې خدای هغه ساعت کا چې صديق ته

 په خندا څرګندې شونډې، سور پيزوان کړې