...

صدیق

دا همه جور و جفا، ستم په ما کړې

 چې اغيار سره د زړه مهر، خندا کړې

ستا جفا جور نژدې کړم ومردن ته

 اوس دې زړه زما په مرګ دی دا ادا کړې

فکر هيڅ ترس دې نشته دی په زړه کې

 هر چې زه پرې زهيريږم هغه لا کړې

په دا هم هزار هزار شکر وکاږم

 چې ته مخ په وړاندې ځې، نظر تر شا کړې

تر وفا دې له جفا سره خوښي کړم

 هر چې ته را باندې کړې واړه عطا کړې

رڼا ورځ را باندې ځکه توره شپه شوه

 چې خورې دې په سپين مخ زلفې سيا کړې

راشه ځه چې د مغان په ميخانه شو

 شيخه! څه له دريا زهد وتقوی کړې

زه پياله واړه په طمع د ديدن څښم

 ته دا زهد د جنت په تمنا کړې

مخ به زر لکه مجنون کړې و صحرا ته

 که د زړه په سترګو ځير هغه ليلا کړې

دا د زړه شهر مې واړه ستا اولجه شو

 چې را پور ته دې دا دوه سترګې شهلا کړې

 د زړه حال دا هومره ووايه صديق ته

 د يارۍ وعده دروغ که په رښتيا کړې