...

صدیق

چې جلوه په جلوه ګاه راته ښکاره کړې

 راته هيڅ د نورو ښکليو ننداره کړې

په ديدن د سر ښيندل مصلحت هيڅ دی

 د نيکۍ په کار کې څه استخاره کړې

په جهان چې ته پيدا شوې دريغه مينې

 ډېر هوښيار په ليونيو به شماره کړې

لکه زه وم بې خبر ساقي له ځانه

 کشکې مست مې هغه هومره دو باره کړې

صوفي تل دست افشاني کا تير له ځانه

 مخني چې لاس په چنګ و دوتاره کړې

په چمن ګذر په ورو بويه نسيمه

 په تلوار به دغونچې کميس پاره کړې

ته چې ډېره اشنايي کړې دا دې زړه دی

 چې خريد پرې د غمونو اجاره کړې

د ليلی د مينې نوم هله په ځان ږده

 که مجنون غوندې پرې لوړه مناره کړې

عاقبت به ځان د دار سر کړې صديقه!

چې د راز ويل منصور غوندې ښکاره کړې